افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د خنډونو له پاکولو او لرې کولو وروسته پیل شوه.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د رياست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې، چې ٣،٢٦ کيلومتره اوږدوالى او ٦٠ متره سور لري په معیاري او اساسي بڼه به جوړ شي.