د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د دهمزنګ تر کوټه سنګي سړک (میرویس میدان) د جوړېدو او پراختیا چارې پیل شوې.
د دهمزنګ تر کوټه سنګي سړک د جوړولو او پراختیا چارې پیل شوې
7 سرطان 1403 ساعت 14:19
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د دهمزنګ تر کوټه سنګي سړک (میرویس میدان) د جوړېدو او پراختیا چارې پیل شوې.
آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې د خنډونو له پاکولو او لرې کولو وروسته پیل شوه.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د رياست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې، چې ٣،٢٦ کيلومتره اوږدوالى او ٦٠ متره سور لري په معیاري او اساسي بڼه به جوړ شي.
د مطلب کود: 292587