افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره د افغانستان د کاني زیرمو په ځانګړي ډول د هیواد په کچه د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په هدف د کانونو استخراج د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
ښاغلي دلاور زیاته کړه، اسلامي امارت د ملي او بین المللي پانګوالو د هڅونې او جذب په برخه کې هر ډول قانوني همکارۍ او لازمې اسانتیاو ته چمتو دی.