د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس او د ترکمنستان له سفیر سره په کتنه کې وویل چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا یې له لومړیتوبونو څخه ده او د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.