افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر چین ته د مولوي نورجلال جلالي د سفر په اړه خبر پاڼه خپره کړې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ښاغلی جلالي په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د روغتیايي بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره هم لیده کاته کوي او د هېواد د روغتیايي سیستم د معیاري کېدو او د نړیوالو همکاریو پر پراختیا خبرې کوي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړي.