افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام سیالیو په دریمه ګروپي لوبه کې د نیپال ملي لوبډلې ته په یوه ویکټه ماتې ورکړه.
افغانستان د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام سیالیو کې په خپلو دوو نورو سیالیو کې سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکړې.
د پرونۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.
د هېواد د نولس کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نه کړې.
د لوبې په دویمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال د اسیا د کرکټ د ملتونو جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.