افغان غږ خبری آژانس - کابل: دیني او ټولنیزو کارپوهانو د «د رغنده خبرې، د ننګونو بیاکتنه او د حل لارې وړاندیځ» د خپرونې په دوام کې چې هره اونۍ په کابل کې د ټولنیزو کلتوري فعالیتونو د تبیان مرکز لخوا ترسره کیږي، د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۲مه، وویل: د اقلیم بدلونونه، مهاجرتونه، داخلي بې ځایه کیدل او همدارنګه، د کافي تودوخې اسانتیاو نشتوالی یو له اساسي ننګونو څخه دی چې خلک تل د ژمي په موسم کې ورسره مبارزه کوي.
په دې خپرونه کې لومړی د دیني چارو کارپوه، حجت الاسلام سید عبدالعظیم علوي د هغو ننګونو په څرګندولو سره چې خلک د ژمي په موسم کې ورسره مخ دي، وویل: د اقلیم بدلون، مهاجرت او له یوې سیمې څخه بلې ته د خلکو بې ځایه کیدل له هغو ستونزو څخه دي چې په راتلونکي ژمي کې یې جدي اندېښنې راپارولي دي.
د هغه په وینا، د معیاري او ټیټ لګښت تودوخې اسانتیاو نشتوالی، او همدارنګه د برېښنا او ګازو په څېر د اسانتیاوو نشتوالی یو له هغو نورو بنسټیزو عواملو څخه دی چې خلک یې په ژمي او سړې موسم کې له ستونزو سره مخ کوي.
هغه د تېلو او تودوخې موادو په برابرولو کې د خلکو د وړتیا نشتوالی ته په اشارې سره، حکومت په ژمي کې د تېلو د بیو د راټیټولو مسوول وباله او وویل چې د ډبرو سکرو، ګازو او لرګیو بیې ټیټول د ننګونو د حل لپاره سمه حل لاره ده.
د دیني چارو دغه کارپوه د دې خبرې سره چې دولت بايد پخپله تودوخې مواد واخلي او په ټيټه بيه يې پر خلکو وويشي، زیاته کړه: له بلې خوا، چارواکي باید سړې سیمې تر پوښښ لاندې راولي او د هغو تلفاتو چې د ژمی په موسم کې هر کال د معیاری لویو لارو د نشتوالی له امله له خلکو څخه اخلي مخه ونیسی.
هغه له خیرینو، سوداګرو، د تقلید مراجعو او نورو مرستندويه بنسټونو څخه وغوښتل چې ترڅو د ژمي په موسم کې يې د ستونزو د حل په موخه د اړمنو او بې وزلو خلکو لاس ونیسي او په شفاف ډول د ژمنۍ مرستې د دوی په منځ کې ووېشي.
د دې خبرو په دوام کې کلتوري او ټولنیز فعال، سید محمد حسن سجادي د کافي برېښنا او تودوخې موادو د نشتوالي منفي پایلو ته په اشارې سره وویل: «ځکه چې اقتصادي حالات سخت دي، هغه کسان چې د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري، نو څنګه د ژمي لپاره د تودوخې موادو چمتو کړي؟»
د هغه په وینا، د ژمي د سړې هوا له امله د خلکو د ستونزو د حل لپاره نه یوازې حکومت، بلکې د تقلید مراجعو دفترونه، رسنۍ او نور مرستندویه بنسټونه مسؤل دي.
د ټولنيزو چارو دغه کارپوه د دې خبرې سره چې رسنۍ په اغیزمنه او منظم ډول د خلکو د ستونزو په خبرولو کې مهم رول لوبوي، زیاته کړه: د هېواد رسنۍ باید د خلکو ستونزې په ملي او نړیواله کچه د مستندو، مرکو، بحثونو، خبري کنفرانسونو او داسې نورو په بڼه منعکس کړي.
هغه په دې اشارې سره چې حکومت د یوې کورنۍ د مشر په څېر دی، وویل: د خلکو د معيشت برابرول او د دوی د عزت ساتنه د دولت دنده ده، که کوم حکومت بې پروا وي، د هغه هېواد خلک به خامخا له ستونزو سره مخ شي.
ښاغلي سجادي د خلکو په وړاندې د دولت مسوولیت تر ټولو دروند وباله او د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه یې زیاته کړه: اسلامي امارت باید د خلکو د ستونزو د حل او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو هڅه وکړي.
د هغه په وینا، د اوسنۍ ستونزې او ننګونې، دا د سالم مدیریت د نشتوالی له امله دی، نه د امکاناتو د کموالی په خاطر.
دغه فرهنګي فعال د نړيوالو مرستو په جلبولو کې د رسنيو د رول په اهمیت باندې ټينګار وکړ او وویل چې رسنۍ باید د سمو معلوماتو په ورکولو سره له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړیوالو موسسو باور ترلاسه کړي.
همدارنګه په دغه خبرو اترو کې کارپوهان ټینګار وکړ چې افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې د افغانستان خلک سره همکاري وکړي.