دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 301860
یوناما؛ په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه وګړي له معلولیت سره ژوند کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه وګړي د معلولیت سره ژوند کوي. له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې له معلولینو، یتیمانو او بې کوره ښځو سره څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوناما نن (سه شنبه، د قوس ۱۳مه) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او ماشومان یې ځوروي.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې درې میلیونه وګړي د جګړې له پاتې شونو او چاودېدونکو توکو څخه په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

په افغانستان کې هر کال په لسګونو کسان د ماینونو د چاودنو له امله مړه او یا هم معیوب کیږي چې له جګړې څخه پاتې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، له دې ډلې سره پر خپلو مرستو ټینګار کوي.

دغه دفتر لیکلي چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخامخ دي.

خو د شهیدانو او معلولینو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې ۱۰ میلیارده ۹۰۶ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوي دي.

بايد يادونه وشي، چې د معلولينو، کونډو او يتيمانو شمېر له ٦٠٠ زرو څخه زيات دى.
https://avapress.net/vdcd9f0szyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته