کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما؛ په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه وګړي له معلولیت سره ژوند کوي

13 قوس 1403 ساعت 16:10

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه وګړي د معلولیت سره ژوند کوي. له بلې خوا د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې له معلولینو، یتیمانو او بې کوره ښځو سره څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده.


آوا - کابل: یوناما نن (سه شنبه، د قوس ۱۳مه) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او ماشومان یې ځوروي.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې درې میلیونه وګړي د جګړې له پاتې شونو او چاودېدونکو توکو څخه په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

په افغانستان کې هر کال په لسګونو کسان د ماینونو د چاودنو له امله مړه او یا هم معیوب کیږي چې له جګړې څخه پاتې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي، له دې ډلې سره پر خپلو مرستو ټینګار کوي.

دغه دفتر لیکلي چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخامخ دي.

خو د شهیدانو او معلولینو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې ۱۰ میلیارده ۹۰۶ میلیونه افغانۍ پر یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل شوي دي.

بايد يادونه وشي، چې د معلولينو، کونډو او يتيمانو شمېر له ٦٠٠ زرو څخه زيات دى.


د مطلب کود: 301860

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301860/یوناما-په-افغانستان-کې-۱-۵-میلیونه-وګړي-له-معلولیت-سره-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.net