افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی فیض محمد ریحان وایی، چې دې ادارې د هدف بنسټ په همکارۍ ۸۷ یتیمانو او اړمنو ماشومانو ته نغدې مرستې وویشل. د هغه په وينا، د هر کس ونډه شل زره افغانۍ ده.
هغه زیاته کړه: "زموږ هدف د ژمي په موسم کې د یتیمانو او اړمنو ماشومانو د اقتصادي ستونزو کمول دي او د مرستو اندازه یو میلیون او ۷۴۰ زره افغانۍ وه".
مولوي ریحان د مرستو دوام ته په اشارې سره وویل چې دغه اقدام د دولت له خوا د یتیمانو، اړمنو ماشومانو او د ټولنې له زیانمنو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو په همغږۍ د حکومت د ملاتړ د بهیر یوه برخه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د سمنګانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په مالي مرسته يو دار لايت فعال دى، چې سلګونه يتيمان ماشومان پکې ساتل کېږي.