کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې پر یتیمانو او اړمنو کسانو د نغدو پیسو ویش

13 قوس 1403 ساعت 15:18

د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د "هدف" بنسټ په همکارۍ د دغه ولایت په ۸۷ یتیمانو او اړمنو کسانو نغدي مرستې وویشل.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی فیض محمد ریحان وایی، چې دې ادارې د هدف بنسټ په همکارۍ ۸۷ یتیمانو او اړمنو ماشومانو ته نغدې مرستې وویشل. د هغه په ​​وينا، د هر کس ونډه شل زره افغانۍ ده.
هغه زیاته کړه: "زموږ هدف د ژمي په موسم کې د یتیمانو او اړمنو ماشومانو د اقتصادي ستونزو کمول دي او د مرستو اندازه یو میلیون او ۷۴۰ زره افغانۍ وه".
مولوي ریحان د مرستو دوام ته په اشارې سره وویل چې دغه اقدام د دولت له خوا د یتیمانو، اړمنو ماشومانو او د ټولنې له زیانمنو کسانو سره د مرستندویه بنسټونو په همغږۍ د حکومت د ملاتړ د بهیر یوه برخه ده.
د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د سمنګانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په مالي مرسته يو دار لايت فعال دى، چې سلګونه يتيمان ماشومان پکې ساتل کېږي.


د مطلب کود: 301853

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301853/په-سمنګان-ولایت-کې-پر-یتیمانو-او-اړمنو-کسانو-د-نغدو-پیسو-ویش

آوا
  https://www.avapress.net