دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 301834
د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې څه باندې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم وویشل شو
د بامیان د کرنې ریاست د همکارو بنسټونو په مرسته سږ کال د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې څه باندې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې د مرستندویه بنسټونو له خوا د دغې ولسوالۍ پر څه باندې دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشل شوي دي.

د ورېس ولسوال الحاج سيد غفور هاشمي د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال د کرنې رياست په همکارۍ د يادې ولسوالۍ پر څه باندې دوه زره بزګرانو د بنسټونو له خوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش پروژې مالي مرسته د IFO انسټیټیوټ څخه شوې او د عمل مرستې موسسې له خوا یې تطبیق او د کرنې ریاست په همکارۍ د دې ولسوالۍ پر بزګرانو ووېشل شول.

د ورس ولسوال په وينا، په دې وېش کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو تر څنګ کيمياوي سرې هم وېشل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د بامیانو د کرنې ریاست د دغه ولایت څه باندې ۱۱ زره بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش اعلان وکړ.
https://avapress.net/vdcexz8xejh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته