دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 301867
د بدخشان ولایت کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د دغه ولایت پر ۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی امان الله حسن وویل چې د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په ۶۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې ویشل شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان.
هغه زياته کړه، چې په دې مرستو کې پر ٦٠٠ کروندګرو وېشل شوې، چې ٣٠ ټنه اصلاح شوي غنم، ٣٠ ټنه سپين سرې او ٣٠ ټنه تور سرې شاملې دي.
حسن وویل، "د دې کړنې موخه د کرنې کیفیت ښه کول او د غنمو حاصلات زیاتول دي، او بزګران هم د متخصصینو لخوا د کرنې او حاصلاتو، د آفتونو کنټرول او رنځپوهنې په اړه روزل شوي دي."
په همدې حال کې د بدخشان ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي: دا د کروندګرو لپاره یو ښه فرصت دی چې د غنمو له اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې څخه د روزنې په ترڅ کې د سیمې اوسیدونکي د خوراکي توکو د ځان بسیاینې لامل شي.
د يادونې وړ ده، چې شهربزرګ د بدخشان ولايت يوه له هغو ولسواليو څخه ده، چې اوسېدونکي يې تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
https://avapress.net/vdcai6ne049nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته