افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۲۲ ښوونځیو بیارغونه او په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې په مرسته ۱۹ نورې پروژې په بېلابېلو برخو کې شاملې دي.
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هم اعلان وکړ، چې دغه پروژې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په ښه توګه پلې شوې دي.
په همدې حال کې د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هیواد لرو پرتو او محرومو ولایتونو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې په لسګونو اړینې او اړینې پروژې پلې او عملي شوې دي.