دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 301909
په هېواد کې د ايډز د ۲۰۰ مثبتو پېښو ثبت
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، سږ کال په هېواد کې د اېډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال په اوږدو کې دغه پېښې په ځانګړو مرکزونو کې تر تشخیص وروسته ثبت شوې دي.
تر اوسه پورې د ايډز د تشخيص او درملنې د مرکزونو د لاس لرلو له امله دغه ناروغي تر ډېره پټه وه.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې د ایډز ناروغۍ د درملنې اته مرکزونه او د ایډز د تشخیص ۶۱ مرکزونه شتون لري.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د اېډز ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ دوام لري.
https://avapress.net/vdchvznxw23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته