کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د ايډز د ۲۰۰ مثبتو پېښو ثبت

14 قوس 1403 ساعت 15:03

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، سږ کال په هېواد کې د اېډز ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال په اوږدو کې دغه پېښې په ځانګړو مرکزونو کې تر تشخیص وروسته ثبت شوې دي.
تر اوسه پورې د ايډز د تشخيص او درملنې د مرکزونو د لاس لرلو له امله دغه ناروغي تر ډېره پټه وه.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې د ایډز ناروغۍ د درملنې اته مرکزونه او د ایډز د تشخیص ۶۱ مرکزونه شتون لري.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې د اېډز ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 301909

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301909/په-هېواد-کې-د-ايډز-۲۰۰-مثبتو-پېښو-ثبت

آوا
  https://www.avapress.net