افغان غږ خبری آژانس: د دغه نندارتون تنظیم کوونکی ډاکټر محمد عثمان نورزی وايي، په دغه نندارتون کې د ښځینه انځورګرانو له سلو څخه زیات اثار او نقاشي نندارې ته ایښودل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه نندارتون، چې نن (د قوس په ١۴مه) پرانيستل شوى، درې ورځې دوام کوي، چې دوه يې ښځو ته ځانګړي شوي دي.
ښاغلي نوروزي همداراز څرګنده کړه: په دغه نندارتون کې د هر ډول کتابونو د نندارې تر څنګ د نقاشیو په بڼه د طبیعت، د هرات د ښکلا او د پخوانیو سیمو انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر رييس مولوي حميدالله غياثي وايي چې د دغو هنرمندانو له خوا رنګ شوي اثار ښيي چې په هرات کې د هنر حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
هغه زیاته کړه چې دغه دفتر د هنر مینه والو ته د لا زیاتو نندارتونونو د ترسره کولو زمینه هم برابروي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال په هرات کې د هنرمندانو او فرهنګيانو له خوا د کتابونو او اثارو دا دويم نندارتون جوړېږي.