افغان غږ خبری آژانس - بامیان: په بامیان ولایت کې د لبنیاتو یو شمیر پلورونکي وايي چې په دغه ولایت کې د لبنیاتو د بازار له نشتوالي سره سره د دوی تولیدات زیات شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د دې محصول د معیاري بسته بندۍ نشتوالی د لبنیاتو د بازار د کمښت لامل شوی دی. دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د دې ستونزې په حل کې ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د بامیان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د لبنیاتو د تولید لپاره د معیاري بسته بندۍ د جوړولو هڅې روانې دي.
د دوی په خبره، یو شمېر شرکتونه د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ په بامیانو کې د لبنیاتو د بسته بندۍ او د منرال اوبو په برخه کې پانګونه کوي.
باید وویل شي، چې د بامیانو خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د خلکو د عاید یوه لویه برخه له دغو دوو لارو ترلاسه کیږي.
خو د دغو دوو سکټورونو میخانیکي کولو او صنعتي کولو ته کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.