کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان ولایت کې د لبنیاتو د تولید زیاتوالی

14 قوس 1403 ساعت 14:10

د بامیان ولایت یو شمېر لبنیاتو پلورونکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د لبنیاتو تولید زیات شوی دی.


آوا - بامیان: په بامیان ولایت کې د لبنیاتو یو شمیر پلورونکي وايي چې په دغه ولایت کې د لبنیاتو د بازار له نشتوالي سره سره د دوی تولیدات زیات شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د دې محصول د معیاري بسته بندۍ نشتوالی د لبنیاتو د بازار د کمښت لامل شوی دی. دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د دې ستونزې په حل کې ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د بامیان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د لبنیاتو د تولید لپاره د معیاري بسته بندۍ د جوړولو هڅې روانې دي.
د دوی په خبره، یو شمېر شرکتونه د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ په بامیانو کې د لبنیاتو د بسته بندۍ او د منرال اوبو په برخه کې پانګونه کوي.
باید وویل شي، چې د بامیانو خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د خلکو د عاید یوه لویه برخه له دغو دوو لارو ترلاسه کیږي.
خو د دغو دوو سکټورونو میخانیکي کولو او صنعتي کولو ته کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.


د مطلب کود: 301900

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301900/په-بامیان-ولایت-کې-د-لبنیاتو-تولید-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.net