کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت سرپرست چین ته سفر وکړ

13 قوس 1403 ساعت 10:24

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د روغتیا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه چین ته تللی دی.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر چین ته د مولوي نورجلال جلالي د سفر په اړه خبر پاڼه خپره کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ښاغلی جلالي په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د روغتیايي بنسټونو له یو شمېر مسوولینو سره هم لیده کاته کوي او د هېواد د روغتیايي سیستم د معیاري کېدو او د نړیوالو همکاریو پر پراختیا خبرې کوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې جلب کړي.


د مطلب کود: 301796

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301796/د-عامې-روغتیا-وزارت-سرپرست-چین-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net