دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 301694
په کابل کې د زړه په سوري د اخته ۲۳ ماشومانو وړیا درملنه
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۲۳ ماشومان یې د وړیا درملنې لپاره د کابل شپږ روغتونونو ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

تر دې وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی و، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان به د دغې موسسې له خوا په وړيا ډول تداوي شي.

تر دې دمه د سرې میاشتې ټولنې له لوري د زړه په سوري ناروغۍ سلګونه ماشومان د پلازمېنې روغتونونو ته لېږدول شوي او وړیا درملنه یې کېږي.
https://avapress.net/vdci3zap5t1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته