کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د زړه په سوري د اخته ۲۳ ماشومانو وړیا درملنه

12 قوس 1403 ساعت 10:38

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري ناروغۍ اخته ۲۳ ماشومان یې د وړیا درملنې لپاره د کابل شپږ روغتونونو ته لېږدولي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

تر دې وړاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی و، چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان به د دغې موسسې له خوا په وړيا ډول تداوي شي.

تر دې دمه د سرې میاشتې ټولنې له لوري د زړه په سوري ناروغۍ سلګونه ماشومان د پلازمېنې روغتونونو ته لېږدول شوي او وړیا درملنه یې کېږي.


د مطلب کود: 301694

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301694/په-کابل-کې-د-زړه-سوري-اخته-۲۳-ماشومانو-وړیا-درملنه

آوا
  https://www.avapress.net