دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 301744
پکتیکا کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پرمختیايي پروژې پیل شوې
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ پرمختیايي پروژو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرمختیايي پروژې به د پکتیکا ولایت په برمل، شکین، نعمت آباد، وریمي او تروې ولسوالیو کې پلې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژو کې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي.
تر دې وړاندې هم حکومت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پرمختیايي پروژو پلي کول پیل کړي وو.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد د مرکزي او شمال ختيځو سيمو په ګډون د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو په ټينګار سره، چې د جمهوري رياست په دوره کې دغو سيمو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، په يادو ولايتونو کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
https://avapress.net/vdceez8xejh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته