افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې چې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم حضور درلود، د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وویل. په دې پروژه کې له شیخ زاید پوهنتون سره نږدې د پوهنتون تر پله پورې د سړکونو، پلونو، کانالونو او د څراغونو د سیستم جوړول او د خوست – کابل له عمومي سړک څخه د دغه ولایت تر اداري کمپلکس پورې غځول شامل دي.
هغه زياته کړه، چې د دې پروژې کار به د خوست ښاروالۍ له بوديجې څخه د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شي.
نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د خوست ښاروالۍ له لوري شل بېلابېلې عامه ګټې پروژې پلې کېږي، چې د اوسېدو او بيارغونې ترڅنګ يې ګڼو خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.