دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 301752
په بامیان ولایت کې پر ۱۲۰ معلولینو د مرستو ویش
د باميان ولايت د شهيدانو او معلولينو رياست د قمر خيريه بنسټ په همکارۍ په دغه ولايت کې پر ۱۲۰ معلولينو، يتيمانو او بې کوره شويو کسانو مرستې ووېشل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلوماتو له مخې دغې موسسې د قمر خیریه بنسټ په همکارۍ ۱۲۰ بې سرپرسته، یتیمانو او معلولینو ته ژمنۍ مرستې وویشل. د دې ولایت
د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس شاه ولي احمدي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ له همکارۍ مننه وکړه او په دغه ولایت کې یې د زیانمنو شویو خلکو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په باميان کې پر بې وزله خلکو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.
بامیان د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه دی چې د جمهوري ریاست په شل کلنه موده کې یې زیربناوو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.
https://avapress.net/vdcdkf0sxyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته