افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه سړک د هېواد د جنوب ختیځ زون د اقتصادي دهلیز په توګه یو له نښلونکو سړکونو څخه دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغو سړکونو جوړول به ۱۸ میاشتې وخت ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د لوی پل، پلچک، د سړک په اوږدو کې استنادي دېوالونه، ګلدانونه، تمځایونه او د څراغونو لګول شامل دي.
کابل ښاروالۍ د يادې ادارې له بوديجې څخه درې سوه او څلوېښت ميليونه افغانۍ د دغو سړکونو په جوړولو لګوي.
د يادونې ده، چې کابل ښاروالۍ سږ کال د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړولو لسګونه پروژې پلې کړې دي.