کابل ښاروالۍ وايي، د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د بګرامي – لته بند – کابل – جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لومړني کارونه پیل شوي دي.
د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل – جلال آباد سړک د جوړولو چارې پیل شوې
12 قوس 1403 ساعت 10:32
کابل ښاروالۍ وايي، د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور د بګرامي – لته بند – کابل – جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو لومړني کارونه پیل شوي دي.
آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه سړک د هېواد د جنوب ختیځ زون د اقتصادي دهلیز په توګه یو له نښلونکو سړکونو څخه دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغو سړکونو جوړول به ۱۸ میاشتې وخت ونیسي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د لوی پل، پلچک، د سړک په اوږدو کې استنادي دېوالونه، ګلدانونه، تمځایونه او د څراغونو لګول شامل دي.
کابل ښاروالۍ د يادې ادارې له بوديجې څخه درې سوه او څلوېښت ميليونه افغانۍ د دغو سړکونو په جوړولو لګوي.
د يادونې ده، چې کابل ښاروالۍ سږ کال د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړولو لسګونه پروژې پلې کړې دي.
د مطلب کود: 301691