دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 301468
د وردګ په مرکز کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د ودانیو د بیارغاونې چارې پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له خوا د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د ودانیو د ترمیم پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو د تاسیساتو د بیارغونې په موخه دوه څلوېښت پروژې پلې شوې دي. .
د دغو ښوونځيو او ښوونځيو د تاسيساتو په ترميمولو سره زرګونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپيريال برابر شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د دغو ښوونځيو د تاسيساتو پر ترميمولو څه باندې ٦٨ ميليونه افغانۍ لګولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د هېواد يو شمېر ښوونځي د درسي خونو ودانۍ نه لري او له ډېرو کمښت سره مخ دي.
https://avapress.net/vdch-znx623nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته