افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې او د ټولنیزو او پراختیا انستیتیوت ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت وايي، د دغو قراردادونو پر بنسټ به د افغانستان د کلیو د بیارغونې اداره په هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره ۹۰۸ راستنیدونکو، بې ځایه شویو او کوربه ټولنو ته ۱ میلیون ۲۰ زره ۱۰۲ امریکايي ډالره د بیا میشتیدنې د خدمتونو په برخه کې ځانګړې کړي.
خبرپاڼه کاږي، چې د ټولنيزو او پراختيايي موسسو په مرسته په کندوز او بدخشان ولايتونو کې د ژمنيو بسته بندۍ د وېش لپاره ٣ ميليونه ٧٦٣ زره ٢٠ افغانۍ ځانګړې شوې، چې ٢٠٠ راستانه شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
خبرپاڼه کاږي، چې دغه تفاهم ليکونه د مهاجرينو د چارو وزارت د دعوت او ارشاد رييس او د دواړو بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.