دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 301447
د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت څو چنده لوړ شوی دی
د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بانک د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو په موده کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د اسعارو نرخ پرتله کړی ده او د پایلو پر بنسټ، د افغانیو ارزښت د ایران د ریال پر وړاندې ۲۶.۱۹٪، د ترکي لیرې په وړاندې ۱۸.۳۴٪، یورو ۵.۰۴٪، امریکايي ډالر ۲.۰۵٪، پاکستانۍ کلدارې ۲.۰۹٪ او هندي کلدارې ۱،۳۲٪ زیاتوالی موندلی دی.

مرکزي بانک د پولي سیاستونو په تطبیق کې بریالیتوب د دې ودې اصلي لامل بولي او ټینګار کوي چې د افغانۍ ارزښت د ساتلو او ثبات لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.

دغه بانک وايي، دا هڅې د کورنیو بیو د ثبات او د ملي اقتصاد د ملاتړ په هدف دوام لري.

د يادونې وړ ده، چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت له لوړېدو سره د هېواد په بازارونو کې د اومو موادو په بيو کې ډېر بدلون نه دى راغلى.
https://avapress.net/vdceez8xfjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته