افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې اعلامیه کې د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او زیاته کړې یې ده: د کورنیو چارو وزارت د یادې ادارې هغه ادعا ردوی چې ګواکې د نشه یی توکو کښت او تولید زیات شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: نشه یي توکي یوه ویجاړوونکې پدیده ده او د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د افغانستان اسلامي امارت د دې موضوع په نظر کې نیولو سره او د رهبرۍ د حکم پر اساس اسلامي امارت له دې پدیدې سره مبارزه کې د نشه یي توکو د کښت او تولید مخنیوی کړي.
دغه وزارت زیاته کړې: په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید په اړه د کورنیو چارو وزارت د ارزونو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې د تېرو کلونو په پرتله په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځواکونو د هېواد په ټولو ولایتونو کې له نشهيي توکو سره په ځانګړې توګه د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په برخه کې یو شان عمل کړی او هېڅ کومه سیمه چې نشه يي توکي پکې کرل شوي، د دغو ځواکونو له نظره نه دي وتلي.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې له اسلامي امارت سره هیڅ ډول همکاري نه ده شوې.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې اعلان کړى، چې په افغانستان کې په ٢٠۲٤ کال کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زيات شوى دى.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه تریاک تولید شوي دي.