دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 301438
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۴۲۸۲ تنو ته رسیدلی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۸۲ تنه او د زخمیانو شمیر ۱۰۴ زره ۸۸۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د ډله ایزې وژنې درې جنایتونه ترسره کړل چې له امله یې ۳۳ تنه هیوادوال شهیدان او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شول.
دغه وزارت زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۳۳ تنه شهیدان شوي او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې توګه د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د غزې په تړانګه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۴۴ زره ۲۸۲ او د زخمیانو شمېر ۱۰۴ زره او ۸۸۰ ته لوړ شوی دی.
د غزې تړانګې په بیلا بیلو سیمو کې تر لسو زرو ډیر کسان لا هم لادرکه او تر خاورو خځلو لاندې دي.
په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۹۰ تنو ته لوړ شوی دی
په عین حال کښې په غزې تړانګې کښې د اطلاعاتو د ادارې د اطلاعاتو دفتر د تیر کال د اکتوبر په اوومه نیټه په دغه سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیل راهیسې په دغه سیمه کښې د خبریالانو د شهیدانو شمیر ۱۹۰ تنو ته رسیدلی دی.
https://avapress.net/vdcexz8xvjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته