کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت او دوو مرستندویه موسسو ترمنځ د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

8 قوس 1403 ساعت 10:03

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، دغه وزارت د څه باندې څلور میلیونو ډالرو په ارزښت راستنیدونکو ته د مرستو د ویش په موخه له دوو مرستندویه ادارو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې او د ټولنیزو او پراختیا انستیتیوت ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. 

دغه وزارت وايي، د دغو قراردادونو پر بنسټ به د افغانستان د کلیو د بیارغونې اداره په هرات، فراه او غور ولایتونو کې ۱۶۰ زره ۹۰۸ راستنیدونکو، بې ځایه شویو او کوربه ټولنو ته ۱ میلیون ۲۰ زره ۱۰۲ امریکايي ډالره د بیا میشتیدنې د خدمتونو په برخه کې ځانګړې کړي.

خبرپاڼه کاږي، چې د ټولنيزو او پراختيايي موسسو په مرسته په کندوز او بدخشان ولايتونو کې د ژمنيو بسته بندۍ د وېش لپاره ٣ ميليونه ٧٦٣ زره ٢٠ افغانۍ ځانګړې شوې، چې ٢٠٠ راستانه شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

خبرپاڼه کاږي، چې دغه تفاهم ليکونه د مهاجرينو د چارو وزارت د دعوت او ارشاد رييس او د دواړو بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.


د مطلب کود: 301444

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301444/د-کډوالو-چارو-وزارت-او-دوو-مرستندویه-موسسو-ترمنځ-څه-باندې-څلور-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-همکارۍ-هوکړه-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.net