افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کرنې په برخه کې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوه. د دغه وزارت سرپرست، د مولوي چانسلر عثماني، د کرنې وزارت او د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او متخصصینو په حضور کې غونډه وکړه.
دغه وزارت وايي، په دې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره د کرنیزو ځمکو د ثبات پر اهمیت ټینګار وشو.
په دې کتنه کې مولوي عطاء الله عمري څرګنده کړه چې د خصوصي سکتور له ونډې او پانګونې پرته د کرنې وده ناشونې ده او مسوولين بايد د کورنيو او بهرنيو پانګونې لپاره لازمې زمينې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه، د پانګوالو د قناعت په موخه باید د شته ځمکو تر څنګ زیاته ځمکه په ګوته او چمتو شي، څو د کرنیزو فعالیتونو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.
خبرپاڼه کاږي، چې په دې ناسته کې د خوراکي توکو د خوندیتوب، بڼوالۍ، سبزیجاتو، د تېلو بوټو، د شګو کښت، شیرین بوی، پنبه او د دولتي ځمکو د اجارې په اړه خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پای کې له اړوندو ادارو وغوښتل شول، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره خپل اجرایوي پلانونه چمتو او وړاندې کړي، څو د خصوصي سکتور په همکارۍ د کرنې د ودې او د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي.