افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د استملاک ادارې د مشر انجنیر عبدالمتین حنیف له قوله ویل شوي، چې دغه سړک د کابل په شمال زون کې جوړ شوی دی. د ګڼې ګوڼې د کمولو او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت او ارزښت لري.
هغه زياته کړه: د دغه سړک په اوږدو کې ١١٧ ملکيتونه استملاک شوي، چې د قانون له مخې به د بديل ملکيتونو خاوندانو ته پيسې ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس د سړک له ښاریانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې ادارې ته د خپلو اسنادو د پروسس لپاره مراجعه وکړي او د سړک جوړونې پر وړاندې د پرتو خنډونو په پاکولو او لرې کولو کې (د ملکیتونو تر استملاک لاندې) همکاري اړینه ده.
کابل ښاروال وايي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د کابل – پروان پر لویه لار چې د هېواد د ۱۴ شمالي ولایتونو ترانزیتي لار ده، د ترافیکو ګڼه ګوڼه په اساسي او معیاري ډول راکمه شي.
د نوموړي په وينا، د کابل ښاروالۍ د سړک د ګڼې ګوڼې په اړه د پوهاوي په موخه وتوانېدل چې د سړک لومړۍ برخه په معياري او اساسي ډول بشپړه او د ترافيکو پر مخ خلاصه کړي. د کوتل خیرخانې د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي چې تر اوسه یې ۳۱ سلنه چارې بشپړې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې پروژې روانې دي.