کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پرمختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

12 قوس 1403 ساعت 12:19

د خوست سیمه ییز چارواکي په خوست ښار کې د څه باندې ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو، کانالونو او پلونو د جوړولو د پروژې د پلي کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې چې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم حضور درلود، د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وویل. په دې پروژه کې له شیخ زاید پوهنتون سره نږدې د پوهنتون تر پله پورې د سړکونو، پلونو، کانالونو او د څراغونو د سیستم جوړول او د خوست – کابل له عمومي سړک څخه د دغه ولایت تر اداري کمپلکس پورې غځول شامل دي.

هغه زياته کړه، چې د دې پروژې کار به د خوست ښاروالۍ له بوديجې څخه د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د خوست ښاروالۍ له لوري شل بېلابېلې عامه ګټې پروژې پلې کېږي، چې د اوسېدو او بيارغونې ترڅنګ يې ګڼو خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.


د مطلب کود: 301720

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301720/په-خوست-کې-د-څه-باندې-۴۳-میلیونه-افغانیو-لګښت-پرمختیايي-پروژو-تطبیق-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net