کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پرمختیايي پروژې پیل شوې

12 قوس 1403 ساعت 15:06

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ پرمختیايي پروژو کار پیل شوی دی.


آوا - کابل: د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرمختیايي پروژې به د پکتیکا ولایت په برمل، شکین، نعمت آباد، وریمي او تروې ولسوالیو کې پلې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژو کې د سړکونو، ښوونځیو، جوماتونو، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي.
تر دې وړاندې هم حکومت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پرمختیايي پروژو پلي کول پیل کړي وو.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد د مرکزي او شمال ختيځو سيمو په ګډون د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو په ټينګار سره، چې د جمهوري رياست په دوره کې دغو سيمو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، په يادو ولايتونو کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 301744

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301744/پکتیکا-کې-د-۳۵۰-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-پرمختیايي-پروژې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net