افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان له لیلامي بازارونو څخه د ژمنیو جامو اخیستل کومه نوې خبره نه ده، له ډیرو پخوا څخه د افغانستان ډېرې خلک، ژمی جامې په عمده توګه د لیلامي پلورنځیو څخه اخیستله او دا لا هم دوام لري او کله کله خلک په لټولو سره، د لوړ کیفیت جامې هم ترلاسه کوي، د نوي پلورنځیو څخه غوره، په ټیټ او ارزانه بیه.
په افغانستان کې د لیلامي دغه دودیز بازار لا هم د سوکالۍ څخه نه دی راوتلی، خو یو شمېر کسان په دې باور دي چې خلک د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله، په سړه موسم کې، اکثرا د لیلامي بازارونو ته ځي، د دې مفکورې برعکس، دا هم لیدل کېږي چې کله کله شتمنې او سرمایه دارې کورنۍ هم د ځینو توکو د لوړ کیفیت له امله د نیلامي یا دویم لاس جامې کاروي.
لیلامي چې له ډیرې مودې څخه راهیسې په افغانستان کې یو له سوکاله بازارونو څخه دی، د خلکو او پلورونکو لپاره ځینې ګټې هم لري، ځکه له یوې خوا کورنیو ته کالي په کم او اقتصادي لګښت برابریږي، او له بلې خوا، دا د ځینو خلکو لپاره د سوداګرۍ زمینه برابروي.
د کابل ښار په چنداوال سیمه کې یو لیلامي پلورونکی، امیر بخش
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې هغه له څلویښتو کلونو راهیسې دا کار کوي او له دې څخه روزي ګټي.
هغه وايي چې د لیلامي له لارې، په کابل ښار کې يې ځمکه اخيستې او د ځان لپاره يې کور جوړ کړی دی او فعلا هم، هغه ښه عادي ژوند لري او د هغه د کورنۍ اړتیاوې پوره کیږي.
امیر بخش زیاتوي چې اوس هغه په خپل کار کې ماهر شوی او د کال په هر فصل کې د خلکو له اړتیا سره سم جنس بازار ته راوړي، د دې دلیل لپاره، دا د کال په ټولو موسمونو کې کار ته دوام ورکوي.
عبدالغني هم چې د کابل ښار د لیلام یو له پلورونکو څخه دی، له خپل کار څخه نسبتاً راضي دی، خو هغه له ښاروالۍ شکایت کوي، چې ورته د کار اجازه نه ورکوي او هره شېبه پولیس راځي او د سړکونو له غاړې څخه کراچيان ایسته کوي او هغه نشي کولی په ډاډه توګه خپل ورځني کار ته ادامه ورکړي.
نوموړی له کابل ښاروالۍ غواړي، چې یا دې ورته د سړکونو په غاړو کې د کار کولو اجازه ورکړي او د کورنۍ لګښتونه دې ورته برابر کړي او یا د لیلامي پلورونکو لپاره ځانګړی ځای چمتو کړي.
د سړکونو او غاړو په اوږدو کې پلورونکي باید مزاحمت ونکړي
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د اصولو له مخې، دا اداره د ښاري نظم مسولیت لري او دوی هوډ لري چې د پلورونکو او ګرځنده کراچیانو څخه د سړک غاړې پاکې کړي.
د کابل ښاروالۍ ویاند، نعمت الله بارکزي له
افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: هغه څوک چې د پلورونکي په توګه کار کوي، دا مهمه نده چې دا د لیلام پلور وي یا بل کار کوي، د کابل په ټولو ناحیو کې د دوی لپاره مناسب ځای شته.
د بارکزی په وینا کله چې د ښاروالۍ لخوا د ټولو پلورونکو لپاره یو ځانګړی ځای د دوی د کار سره سم ټاکل شوی ده، دوی حق نه لري چې د سړکونو او غاړو خلکو ته مزاحمت جوړ کړي او ښاروالۍ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د سړک د غاړې او یا هم سړک بند کړي.
د لیلامي پلورنځي څخه په ټیټه بیه د جامو پیرود، د اصرافو مخه نیسي
محمد امان چې د کابل د نورو اوسېدونکو په منځ کې په "شیخ" مشهور دی،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: که څه هم هغه ښه مالي وضعیت لري، هغه ډیری وخت د لیلامي څخه د خپلې کورنۍ لپاره جامې اخلي.
هغه له هغو کورنیو څخه چې له نویو دوکانونو څخه جامې اخلي او دوی ډېرې پیسې لګوي، نيوکه کوي او وايي: دا د اصرافو یوه بیلګه ده او اسلام د ساده ژوند په اصولو ټینګار کوي او په ډیرو مواردو کې یې له لوکسو شیانو څخه نهی کړی دی.
له بلې خوا هم د کابل ښار اوسيدونکی، عبدالقادر وايي چې نوموړی تر دې وړاندې په ساختماني چارو بوخت و، خو اوس مهال په کابل کې ودانۍ نشته او وزګار دی او د پیسو د نشتوالي له امله هغه د لیلامي له دوکان څخه د خپلې کورنۍ لپاره جامې اخلي.
د
افغان غږ خبری آژانس د خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې هغه اوس مهال څنګه ژوند کوي؟ وویل: د هغه ماشومان په کور کې د غالۍ په اوبدلو بوخت دي، خو هغه مالي اړتیاوې ته کافي نه ده او دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.