افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مالي او اداري رئیس مولوي محمد علم عالمیار او د نړیوال موسسې رئیس حزب الرحمن د اسيا د ټولنيزو خدمتونو ادارې د ګډو همکاريو يو تفاهم ليک لاسليک کړ.
مولوي عالمیار وویل، د افغانستان خلک له شلو کلونو جګړو ځپلي او په ټولو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې دا همکارۍ باید د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دې ادارې او نړیوالو بنسټونو لخوا په مؤثره او هدف سره ترسره شي.
همدارنګه مولوي محمد علم یلمار ټینګار وکړ، چې په هر ولایت کې د ادارو له خوا وړاندې شوي خدمات باید معیاري او اساسي وي.
د اسيا د ټولنيزو خدمتونو د نړيوال انسټيټيوټ مشر ټينګار وکړ چې د اسيا د ټولنيزو خدمتونو انستيتوت به له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دې سربېره به هرې کورنۍ ته د پنځو مياشتو لپاره د مياشتې ۴۰ ډالره ورکړل شي، چې له دې بوديجې څخه ۷۴۰ زره امريکايي ډالر د يادو کورنيو ترمنځ د نغدي مرستو د وېش لپاره ځانګړې شوي دي.
همدارنګه په یکاولنګ ولسوالۍ کې د کار په بدل کې د مزدونو د ویش پروګرام په پام کې نیول شوی چې په دې پروګرام کې به له ۱۰ بیلابیلو کلیو څخه ۲۰۰ تنه په ساختماني پروژو کې برخه واخلي. په دې پروژو کې د چک بندونو جوړول، د ګبین دیوالونه او د طبیعي پیښو د خطرونو د کمولو لپاره د اوبو د راټولولو سیسټمونه شامل دي.
د دې پروژو لپاره، ۳۶۲۵۹ ډالر ځانګړي شوي ترڅو کارګرانو ته د دوی د کار لپاره معاش ورکړي پداسې حال کې چې په سیمه کې د طبیعي خطرونو کمولو کې مرسته کوي.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دغه پروګرام کې به د یکاولنګ ولسوالۍ ۵۰۰ اوسېدونکو ته د طبیعی پېښو د خطرونو د کمولو په اړه پوهاوی ورکړل شی.
د دغه ښوونیز پروګرام لپاره ۱۰۷۱ ډالره بودیجه ځانګړې شوې، څو ورکشاپونه په مؤثره توګه ترسره شي او خلک د احتمالي خطرونو په وړاندې چمتو کړي.