افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت د ګمرک رییس مولوی محمد معاذ اخندزاده وایی، چې دغه ګودامونه له ګرمۍ، یخنۍ، باد او باران څخه د سوداګرو د مالونو د ښه ساتنې په موخه جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به د ماليې وزارت د سوداګرو د املاکو لپاره څو ګودامونه جوړ کړي، تر څو زيات جايدادونه په چټکۍ سره را ايستل او زيرمه شي.
دغه راز د مالیې وزارت د ګمرکونو د پروژو د طرحې معین انجنیر عبیدالله عبید امیر وايي، دغه دوه ګودامونه او د سوداګرو د ملکیتونو لپاره یو محافظتي برج د دغه وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه ۹۷ زره ۱۱۳ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
نوموړي يادونه وکړه، چې دغه دوه زېرمې د ٢٠٠ ټنو مالونو د زېرمه کولو ظرفيت لري او د املاکو د کښته کولو او زېرمه کولو په پرمختللو وسايلو سمبال دي او هره ورځ ٥٠ تنه په دغو زېرمو کې کار کوي.