کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په ګمرک کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګریزو ملکیتونو د دوو ګودامونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

13 قوس 1403 ساعت 10:34

د فراه ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د فراه په مل ۷۸ بندر کې د سوداګرو د مالونو د ساتلو دوه فابریکې او یو محافظتي برج د څه باندې ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


آوا - کابل: د فراه ولایت د ګمرک رییس مولوی محمد معاذ اخندزاده وایی، چې دغه ګودامونه له ګرمۍ، یخنۍ، باد او باران څخه د سوداګرو د مالونو د ښه ساتنې په موخه جوړ شوی دی. 

هغه زياته کړه، چې په راتلونکي کال کې به د ماليې وزارت د سوداګرو د املاکو لپاره څو ګودامونه جوړ کړي، تر څو زيات جايدادونه په چټکۍ سره را ايستل او زيرمه شي.

دغه راز د مالیې وزارت د ګمرکونو د پروژو د طرحې معین انجنیر عبیدالله عبید امیر وايي، دغه دوه ګودامونه او د سوداګرو د ملکیتونو لپاره یو محافظتي برج د دغه وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۳۹ میلیونه ۹۷ زره ۱۱۳ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. 

نوموړي يادونه وکړه، چې دغه دوه زېرمې د ٢٠٠ ټنو مالونو د زېرمه کولو ظرفيت لري او د املاکو د کښته کولو او زېرمه کولو په پرمختللو وسايلو سمبال دي او هره ورځ ٥٠ تنه په دغو زېرمو کې کار کوي.


د مطلب کود: 301801

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301801/د-فراه-په-ګمرک-کې-۳۹-میلیونه-افغانیو-لګښت-سوداګریزو-ملکیتونو-دوو-ګودامونو-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net