افغان غږ خبری آژانس - کابل: اسلامی امارت د افغانستان نورو سیمو ته د پکتیا د لرګیو پر لیږد او پلور بندیز ولګاوه.
دغه اقدام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د لرګیو د بیې د راټیټولو او هېوادوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف په موقتي توګه او د لسو ورځو لپاره نیول شوی دی.
د پکتيا والي مل پاسوال محب الله حمد له قومي مشرانو او مخورو سره په ليدنه کې وويل، که څوک ځنګلونه او شنې ونې پرې کړي، ورسره به قانوني چلند وشي.
د اسلامي امارت دغه اقدام به د افغانستان په بازارونو کې د لرګیو بیه راټیټه کړي او هیوادوال به یې هرکلی وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال پکتيا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ځينو برخو ته د اړتيا وړ لرګي برابروي.