کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد نورو برخو ته د پکتيا د لرګيو پر لېږد او پلور د محدوديت لرې کول

13 قوس 1403 ساعت 12:25

د پکتيا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د لرګيو د بيې د راټيټېدو په موخه له دغه ولايت څخه د هېواد نورو سيمو ته د لرګيو پر لېږد او پلور بنديز لګېدلی دی.


آوا - کابل: اسلامی امارت د افغانستان نورو سیمو ته د پکتیا د لرګیو پر لیږد او پلور بندیز ولګاوه.

دغه اقدام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د لرګیو د بیې د راټیټولو او هېوادوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو په هدف په موقتي توګه او د لسو ورځو لپاره نیول شوی دی.

د پکتيا والي مل پاسوال محب الله حمد له قومي مشرانو او مخورو سره په ليدنه کې وويل، که څوک ځنګلونه او شنې ونې پرې کړي، ورسره به قانوني چلند وشي.

د اسلامي امارت دغه اقدام به د افغانستان په بازارونو کې د لرګیو بیه راټیټه کړي او هیوادوال به یې هرکلی وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال پکتيا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان ځينو برخو ته د اړتيا وړ لرګي برابروي.


د مطلب کود: 301822

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301822/د-هېواد-نورو-برخو-ته-پکتيا-لرګيو-پر-لېږد-او-پلور-محدوديت-لرې-کول

آوا
  https://www.avapress.net