دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 301799
د کانونو سرپرست وزیر د هېواد د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق پر مخنیوي ټینګار وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست بدخشان ته سفر کړی او د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز او د بدخشان د والي له مرستیال قاري فصیح الدین فطرت سره یې لیدلي او د کانونو د غیر قانوني استخراج پر مخنیوي یې ټینګار کړی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا هدایت الله بدري د شرکت له مسوولینو او ځايي خلکو سره په کتنه کې ویلي چې د کانونو غیر قانوني استخراج ته به اجازه ورنکړي او ټول شرکتونه مکلف دي چې د قانون پر بنسټ قراردادونه لاسلیک کړي.

هغه وويل، چې د کانونو او پټروليم وزارت د سرو زرو د وينځلو او مسلکي کانونو د استخراج لپاره يوه هر اړخيزه کړنلاره چمتو کړې او کانونه کولى شي، چې د بدخشان د کانونو او پټروليم له رياست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي او د قانون له مخې کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د هیواد د لویو او وړو کانونو د استخراج په موخه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره قراردادونه کړي دي.
https://avapress.net/vdceoz8xojh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته