دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 292817
د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک جوړولو چارې پيل شوې
د رئیس الوزرا اداري مرستيال د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک د جوړولو چارې پرانیست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک د جوړولو چارې پرانیست.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال وویل، دا سړک چې ۲۱۱۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري د کابل- جلال آباد له لویې لارې سره نښلول شوی چې د ۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت به د یوه کال په موده کې بشپړ شي. 

کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي له صوفیانه دیوې سیمې څخه د سړک جوړولو د عملي کار د پیل اعلان کړی و.
https://avapress.com/vdcezw8wfjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته