دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 292542
د رئیس الوزرا مرستيالان د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ
د رئیس الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير او رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کابينې د يو شمير غړو سره وکتل او ددواړو لورو ترمنځ يې د ګډې همغږۍ په زياتولو ټينګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ناسته پرون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د اسلامي امارت د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي، د همکاریو پر پراخولو، د خدمتونو د لا موثریت په اړه خبرې وشوې. 

په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو هم وویل چې د مرکزي او محلي دفترونو دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په ادارو کې فساد پای ته رسیدلی او د خلکو غوښتنې په خپل وخت عملي کیږي.

د رئیس الوزرا اداري مرستیال ټینګار وکړ چې چارواکي باید د لومړیتوبونو په درجه بندۍ سره د خدماتو پوښښ پراخ کړي.

په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د اسلامي امارت د مسؤلینو او اداراتو د هلو ځلو قدرداني وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې کوټلي بدلون ته اړتیا ده. 

ده وویل، ټولې ادارې باید له هوډ سره سم په همغږي توګه کار وکړي، څو د بېکارۍ او بېوزلۍ مخه ونیول شي او د اقتصادي پیاوړتیا، مثبتو ټولنیزو بدلونونو او د زیربناوو د جوړولو لپاره اړینه ده.
https://avapress.com/vdcjx8e88uqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته