د رئیس الوزرا اداري مرستيال د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک د جوړولو چارې پرانیست.
د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک جوړولو چارې پيل شوې
11 سرطان 1403 ساعت 15:19
د رئیس الوزرا اداري مرستيال د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک د جوړولو چارې پرانیست.
آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل - جلال آباد د لويې لارې څخه تر قلعه زمان خان تر سړک پوري د سړک د جوړولو چارې پرانیست.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال وویل، دا سړک چې ۲۱۱۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري د کابل- جلال آباد له لویې لارې سره نښلول شوی چې د ۹۸ میلیونه افغانیو په لګښت به د یوه کال په موده کې بشپړ شي.
کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي له صوفیانه دیوې سیمې څخه د سړک جوړولو د عملي کار د پیل اعلان کړی و.
د مطلب کود: 292817