افغان غږ خبری آژانس: د ایران د جنوبی خراسان ولایت د ګمرکونو رییس محمد کوهګرد ویلی، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۹۱۳۴ لارۍ ۲۳۶،۲۳۵ ټنه مالونه د ماهیرود له پولې څخه تیر شوی دی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له پلوه ۷۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایرنا د خبر له مخې محمد کوهګرد زیاته کړه: دغه اندازه د ۳۵ میلیونو ۳۵ زره ۶۵۴ ډالرو په ارزښت مالونه انتقال شوی چې ۴۸۰ فیصده زیاتوالی ښیی. د هغه په وينا، د موټرونو شمېر هم ٦٧٥ سلنه زيات شوى دى.
هغه زیاته کړه، په ترانزیتي توکو کې کیمیاوي سرې، د موټر پرزې او خوراکي توکي شامل دي چې د ماهیرود ګمرک له لارې له ترکیې، متحده عربي اماراتو، روسیې او اندونیزیا څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ایران جنوبي خراسان ولایت له افغانستان سره شاوخوا ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري.
په فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي پوله په هرات او نیمروز ولایتونو کې له اسلام قلعه او ملخان وروسته د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هېواد په لویدیځ کې یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي بندرونو څخه دی.