دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 292780
جاپان هېوادونه هڅوي چې له افغان حکومت سره لا زیاتې اړیکې ولري
په کابل کې د جاپان سفیر د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې هڅه کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره لا زیاتې اړیکې ته وهڅوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د دغه وزارت له سرپرست شیخ ندا محمد ندیم سره وکتل.

د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې نړۍ له اسلامي امارت سره لا زیاتې اړیکې ته وهڅوي.

کورمایا زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره د واکسینو د وېش، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستي په برخو کې چمتو يو.

له بلې خوا شیخ ندا محمد ندیم په دې غونډه کې وویل چې افغانستان له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او دا تعامل هغه وخت شونی دی چې د اسلامي امارت استازي په لویو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcdjx0xzyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته