افغان غږ خبری آژانس: اسرائیلي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په لویدیځه غاړه کې شل تنه فلسطینیان نیولي دي.
د ویلو ده چې د اکتوبر په اوومه نیټه په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژیم د جنګ او تیریو له پیل راهسې تراوسه ۹۴۵۰ فلسطینیان په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټي نیواکګرو ځواکونو په حملو کې نیول شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې په دې موده کې په غزې تړانګه کې نور زر تنه فلسطينيان نيول شوي دي .